په پيښور کې د افغانستان د درې رنګه بیرغ انځورول

Your browser doesn’t support HTML5

د پيښور په بورډ بازار کې افغان انځورګر سکندر، نن د زمري په ۲۸ ورځ د خپل عادي کار سربیره، یوازې د افغانستان د درې رنګه بیرغ په رنګولو بوخت دی، ځکه هغه د افغانستان د ۱۰۴ مې خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د بېرغونو د رنګولو ډیر زیات فرمایشات ترلاسه کړي دي.

نوموړی د افغانستان درې رنګه بیرغ جوړوي، رنګوي او بیا یې په بازار کې پلوري.