په بورډ بازار کې د افغان موسيقۍ پخوانۍ کسیټې

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور په بورډ بازار کې افغان کډوال، زمري په خپل هټۍ کې ۱۲۰۰ پخوانۍ افغان موسيقۍ کسیټې راټولې کړي چې ښایې بل چا سره نه وي. نوموړی غواړي د افغانستان دغه پخوانۍ او دودیزه موسيقي د کمپيوټر له لارې خوندي کړي، ترڅو تاريخي ارزښت يي ژوندی پاتې شي.