غواړم په نړيواله کچه د خطاطۍ په نندارتونونو کې برخه واخلم: پیښور کې افغان انځورګر

Your browser doesn’t support HTML5

افغان کډوال محمد ابرار په پېښور کې د انځورګرۍ او خطاطۍ یو پیژندل شوی ماهر دی. هغه ته د ښوونځیو، کالجونو او مدرسو د زده کوونکو برسیره، ډاکټران، ښوونکي او د بیلابیلو مسلکونو اړوند نارینه او ښځې د زده کړې لپاره راځي. نوموړی وايي، غواړي په نړيواله کچه د خطاطۍ په نندارتونونو کې برخه واخلي.