د ترکمن-افغان کډوالو کمپ کې د غالیو اوبدلو صنعت

Your browser doesn’t support HTML5

د خیبر پښتونخوا په نوښار سیمه کې د ترکمن-افغان کډوالو په کمپ کې ۹۰ سلنه وګړي د غالیو په اوبدلو بوخت دي. پداسې حال کې چې د دوی لاسي غالۍ په ټوله نړۍ کې پلورل کیږي، خو دوی ته د هغوي د مهارتونو سره سم اجوره نه ورکول کیږي.

ددغو غالۍ اوبدونکو په خبره، د امکاناتو د نه شتون له امله نه شي کولای په خپل لاس جوړې شوې افغاني غالۍ نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي، له همدې امله منځګړي ګټه پورته کوي او غالۍ د خپلې خوښې په بیه پلوري.