افغانستان کې د پولیو ضد ملي کمپاین د ۱۰ میلیونو ماشومانو لپاره پیل شو

Your browser doesn’t support HTML5

د پولیو ضد ملي کمپاین د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۵) په ټول افغانستان کې پیل شو چې په ترڅ کې به یې د لس میلیونو په شاوخوا کې ماشومان د ګوزڼ په واړندې واکسین شي. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مسئولینو په وینا، د دې کمپاین لپاره ټول تیاری له وړاندې بشپړ شوی.