سوات کې د ښځو پر کرکټ لوبو بنديز
Your browser doesn’t support HTML5
سوات کې د مذهبي ګوندونو ځينې مشرانو او ځايي خلکو د ښځو پر کرکټ بندیز لګولی. د ځايي خلکو په خبره، د ښځو د کرکټ لوبې وروسته له هغې ودرول شوې، چې د مذهبي ګوندونو ځينو منسوبینو د دغو لوبو خلاف لاریون وکړ. ښځينه لوبغاړې دا پېښه په کلکه غندي او دا ډول بنديزونه په سوات کې د طالبانو د دورې يادونه بولي.