د افغانستان لوستې نجونې چې په کډوالۍ کې د لاسي صنایعو زده کړې کوي

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته په پاکستان کې هم دغه نجونې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله له زده کړو بې برخې دي او خپل راتلونکی په تیاره کې ویني. دوی لاسي صنایعو او نورو مهارتونو ته مخه کړې چې نه یوازې خپل ځان، بلکې خپلې کورنۍ هم له اقتصادي پلوه پیاوړې کړي.