پیښور کې د افغان کډوالو په ملاتړ د محصلينو لاريون

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور پوهنتون محصلینو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ. دوی پر هغو بینرونو چې له ځان سره یې لیږدول، د افغان کډوالو په ملاتړ شعارونه لیکلي وو. محصلینو همداراز د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې له افغان کډوالو او په ځانګړې توګه له محصلینو سره دې نرم چلند وکړي.