۱۶ کلن رويداد علي منجيلې پلوري او د زده کړو لګښتونه پرې پوره کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د خیبر پښتونخوا د بونیر اوسېدونکی ۱۶ کلن رویداد علي، نن سبا په پېښور کې منجيلې پلوري او د خپلو زده کړو لګښت پرې پوره کوي. رويداد علي د نهم ټولګي په وروستۍ ازموينه کې د ښو نمرو په ترلاسه کولو سره په خپل ښوونځي کې عالي مقام خپل کړی او غواړي له لوړو زده کړو وروسته د سافټ ويير انجنير شي.