افغان خبريال چې د کار په لټه کې دی

Your browser doesn’t support HTML5

پېښور کې مېشت افغان خبريال جميل وصال د طالبانو لخوا پر رسنیو د محدوديتونو د وضع کیدو وروسته پاکستان ته کډوال شوی. نوموړی وايي،‌ چې د پوليس لخوا د نیولو کیدو له ويرې په ازاده توګه کار نشي کولای.هغه وویل،په بيلا بيلو ځايونو کې د کار په لټه کې دی،خو د کار د نشتوالي له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.