ستنیدونکو غېر قانوني افغان کډوالو لپاره موقتي کمپونه

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان حکومت وایي په غیرقانوني توګه اوسیدونکو هغو افغان وګړو لپاره موقتي کمپونه جوړوي چې په نږدو کې به بیرته افغانستان ته ستانه کړل شي. په پېښور کې د طالبانو د حکومت جنرال قونسل د پاکستان د سرپرست صدراعظم څخه غوښتي چې په دغه پريکړه د سره غور وکړي. او دا پریکړه یې غير انساني او د نه منلو وړ بللې۔