د خیبرپښتونخوا په خصوصي ښوونځیو کې پښتو ژبه

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور عالي محکمې حکم کړی چې د خېبرپښتونخوا په شخصي ښوونځيو کې دې پښتو ژبه د لازمي مضمون په توګه تدریس شي. دا پداسې حال کې دی چې ددې ايالت په اکثرو تعلیمي ادارو کې په پښتو ویلو بندیز لګول شوی دی او زياتره ښوونځيو کې په پښتو ژبې لوست نه کیږي.