پوتین د روسیې د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته بیا ځان کاندیدوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷مه) تائید کړه چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې ترسره شي، بیا ځان کاندید کړي.

پوتین د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د خپلې نوماندی خبره په کرملین‌ ماڼۍ کې ددغه هېواد یو شمېر پوځیانو ته د مډالونو د ورکولو په مراسمو کې وکړه. هغه وویل: "ما په مختلفو وختونو کې مختلف فکرونه درلودل، خو دا د پرېکړې وخت دی. زه د روسیې فدراتیف د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندیدوم."

ولادیمیر پوتین د لومړي ځل لپاره له ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۰۸ م کال پورې د روسیې د ولسمشر په توګه او بیا له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د صدراعظم او له هغه وروسته د ۲۰۱۲ څخه تر اوسه د روسیې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د روسیې د مشرانو جرګې مشرې ویلینتینا ماتوینکو وویل: "زموږ ولسمشر هېڅکله له مسوولانه پرېکړو ډډه نه ده کړې او نه به یې هم وکړي. هغه نن یو ځل بیا د تاریخي انتخاب او ننګونې په شېبه کې دا خبره تائید کړه."

خو بلخوا ولسمشر پوتین تر اوسه په رسمي ډول پدې اړه څه نه دي ویلي چې هغه به د جمهوري ریاست په ټاکنو کې برخه واخلي، چې پتیل شوې ده د راتلونکي کال د مارچ د میاشتې په ۱۷مه نېټه تر سره شي.

په ورته وخت کې شنونکي وايي، چې پوتین به له کومې لویې ننګونې سره مخ نه شي او د اوکراین د جګړې په اړه د داخلي اختلافاتو د پټولو لپاره به د امکان تر حده هڅه وکړي.

د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې، پوتین د روسیې په اساسي قانون کې د تعدیلاتو وړاندیز وکړ چې هغه ته یې تر ۲۰۳۶کال پورې د واکمنۍ زمینه برابره کړې ده.

خو د ښاغلي پوتین مخالفینو د هغه دغه عمل یوه قانوني کودتا وبلله او له هغه سره یې سخت مخالفت څرګند کړ.

د روسیې د پارلمان او د اساسي قانون محکمې دواړو دغه نوي تعدیلات تصویب کړل او ولسمشر هغه توشیح کړل. د دې اختلافي بدلونونو د مشروعیت بخښلو په موخه پوتین په یوې ډیموکراتیک حرکت کې په ټول هېواد کې ټول پوښتنه ترسره کړه.

د یوې اونۍ ټول پوښتنې وروستۍ پایلې وښودله چې نږدې ۷۸ سلنه په اساسي قانون کې د بدلون ملاتړ کوي، کوم چې پوتین ته یې اجازه ورکوي چې په ۲۰۲۴ کې د هغه د اوسنۍ دورې د پای ته رسیدو وروسته د دوه نورو شپږو کلنو لپاره د ولسمشر په توګه خدمت وکړي.