د جاپان دریو وزیرانو د فساد د یوې لویې قضیې له رسوایۍ وروسته استعفاوې کړې

د جاپان د اقتصاد او صنعت وزیر په فوکو شیما کې په یوه غونډې کې غږېږي

د راپورونو په اساس د جاپان دریو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) په واکمن ګوند کې د فساد د یوې لویې قضیې له رسوا کېدو وروسته له خپلو دندو استعفاوې ورکړې دي.

راپورونه وايي چې د جاپان د اقتصاد او صنعت وزیر یاسوتوشي نیشیمورا، د کورنیو چارو وزیر جونجي سوزوکي او د کرنې وزیر ایچورو میاشیتا د پنجشنبې په سهار استعفاوې ورکړې دي.

اټکل کېږي چې د جاپان د کابینې مشر هیروکاتزو ماتسونو هم له پنځو نورو مرستیال وزیرانو سره یو ځای استعفاوې وکړې.

د اقتصاد او صنعت وزیر یاسوتوشي نیشیمورا د صدراعظم په دفتر کې خبریالانو ته ویلي دي چې «خلک د سیاسي پېسو(بودیجې) له کبله په ما شک کوي چې دغه کار په دولت باندې د بې باورۍ سبب کېږي» او تحقیقات روان دي.

څارنوالان د هغوو ادعاو په اړه تحقیقات کوي چې دا پېسې په تېرو پنځو کلونو د واکمن ګوند مقاماتو ته ورکړل شوي او هغوی یې بډایه کړي دي.

د ادعاو په اساس، پېسې هغو مقاماتو ته ورکړل شوي، چې د ګوند د پېسو ټولولو په غونډو کې یې له ټاکل شوې سهمیې څخه یې ډېر ټکټونه خرڅ کړي او بیا یې په سم ډول د مالیې چارو مقاماتو ته نه دي‌ ویلي او دا پېسې یې نه دي ښکاره کړي.

د ۵۰۰ میلیون ین (۳.۴ میلیون ډالر) د فساد دا قضیه په واکمن لیبرال دموکرات ګوند کې دننه ده. دا ګوند د جاپان حکومت په لاس کې لري. جاپان د نړۍ درېیم لوی اقتصاد بلل کېږي.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس له اژانس څخه اخیستل شوې.