د هند د مهاراشترا په ایالت کې چارواکي وايي د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او چاودیدونکو توکو د تولید په یوې فابریکې کې چاودنه شوې ده او لږ تر لږه نهه کاریګر وژل شوي دي.
چارواکي وايي چې په وژل شویو کې یې شپږ ښځې دي. چاودنه د هند د ناګپور په ښار کې « Solar Industries India » په فابریکې کې شوې ده. کاریګر په کار بوخت وو چې چاودنه وشوه.
د دغه ایالت اعلی وزیر دیویندرا فادناویس د خپل ایکس په حساب کې په چاودنې کې د نهوو کاریګرو وژل کېدل تائید کړي. نوموړي دا یوه خواشینوونکې پېښه بللې ده او ویلي چې حکومت په پام کې لري د قربانیانو له کورنیو سره پنځه میلیون هندۍ کلدارې مرسته وکړي.
🕟 4.30pm | 17-12-2023📍 Nagpur | संध्या. ४.३० वा. | १७-१२-२०२३ 📍 नागपूरसोलर इंडस्ट्रीजमध्ये झालेल्या स्फोटाच्या ठिकाणी जाऊन पाहणी केली आणि मृत्युमुखी पडलेल्या व्यक्तींच्या कुटुंबीयांची सुद्धा भेट घेतली. त्यांना सांत्वना दिली.अतिशय दुर्दैवी अशा या घटनेची सखोल चौकशी करण्यात… pic.twitter.com/UcDQ1bnLpz
— Devendra Fadnavis (@Dev_Fadnavis) December 17, 2023
چارواکي وايي چې فابریکې هم د قربانیانو کورنیو ته د دوو میلیون نقدي مرستو د ورکولو اعلان کړی دی.
په دغې فابریکي کې د هند دفاعي ځواکونو لپاره بې پیلوته الوتکې او چاودېدونکي توکي جوړېږي. بولیس وايي د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي. په چاودنې کې درې تنه نور ژوبل شوي هم دي.
د هند په فابریکو او صنعتي ځایونو کې د کمزورې پلان جوړونې او د حفاظت او مصونیت د مقرراتو د نشتوالي له کبله دا ډول پېښې معمول ګڼل کېږي.
تېرکال په یو کور کې، چې په کې په ناقانونه توګه د اورلوبو مواد تولید کېدل، چاودنه وشوه او ۱۱ تنه مړه شول. په ۲۰۲۱ کې د تامیل نادو په ایالت کې هم په د اورلو د توکو د تولید یوې فابریکې کې چاودنه وشوه او ۱۹ تنه په کې ووژل شول.