د پېښور دوديز کټونه

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور ډبګرۍ بازار د دودیزو کټونو د جوړولو له امله مشهور دی. سوداګرو وايي، دغه بازار چې دوی پکې د لسيزو راهيسې په دې کار بوخت دي، هان د پاکستان له جوړېدو مخکې د کټونو لپاره مشهور وو. په دې مارکېټ کې د کسبګرو لخوا جوړ شوي او ډيزاين شوي کټونه د امریکا او اروپا په ګډون په نړې کې ځانګړي پېرېدونکي لري.