د اقلیم د بدلون د منفي اغیزو په اړه پوهاوی

Your browser doesn’t support HTML5

په پيښور کې یو شمیر ځوانانو د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره هڅې پیل کړ‌ي دي. د "شین پېښور" په نوم د ځوانانو دغه ډله د پيښور ښار په بېلابېلو بازارونو کې د پلاستیکي کڅوړو د استعمال د زیانونو او د چاپېریال د پاک ساتلو په موخه معلومات ورکوي.

دوی همداراز پر خلکو د ټوکر څخه جوړې شوي کڅوړې وېشي، په ښوونځيو کې بوټي ږدي او په بيلابيلو ځايونو کې د پوهاوې غونډې جوړوي.