پيښور کې ځوان افغان ډاکټر چې د سينې د ناروغيو متخصص دی

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټر شاهدالله په افغانستان کې د طب محصل وو، اوس د پېښور په یو دولتي روغتون کې د سینې په ناروغیو کې د تخصص زده کړې کوي. شاهد وایي افغانستان له څلوېښتو کلونو راهیسې روانې جګړې بېلابېل سکتورونه اغېزمن کړي. شاهد زیاتوي له زده کړو وروسته غواړي د افغانستان خلکو ته خدمت وکړي.