پاکستان ته د تلونکو افغان ناروغانو ستونزې

Your browser doesn’t support HTML5

یو شمېرافغان ناروغان وايي، چې په افغانستان کې د ناروغیو د تشخیص د پرمختللیو مرکزونو نشتوالي، دوي د خیبر پښتونخوا په روغتونونو تکیې ته اړ کړي دي.

بلخوا د تیرو څو میاشتو راهيسې، د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړيکو د ترینګلتیا او د دواړو هېوادونو پر پولې د سختو پاليسيو د لګولو له امله، پاکستان ته د تشخيص او درملنې لپاره هغه هیواد ته تلونکي ناروغان د ستونزو سره مخ کړي دي.