په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر: پر ایران هر ډول برید ته پریکنده ځواب وایو

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني ګواښ وکړ چې د ایران پر اسلامي جمهوریت د امریکا هر ډول برید ته به "پریکنده ځواب" ورکړي.

په اردن کې پر یوې پوځي اډې باندې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ملېشو له برید وروسته چې درې امریکايي پوځیان یې ووژل او لږ تر لږه ۴۰ نور یې ټپیان کړل، امریکا ویلي چې د غچ اخیستو لپاره تیاری نیسي.

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) د ایرواني له قوله لیکلي چې په سیمه کې داسې کومه ډله نشته چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د ایران تر کنترول لاندې وي. هغه همداشان ویلي چې ایران په سیمه کې د کوم فرد یا ډلې د کړنو مسئول نه دی.

خو دغه ایرانی دپلومات خبرداری ورکړ: "دا د ایران د اسلامی جمهوریت اصولي سیاست دی چې که هر اړخ د ایران له پولو بهر د ایران په خاورې او یا د ایران په ګټو او اتباعو برید وکړي، له پریکنده او سخت غبرګون سره به مخامخ شي."

ایراني هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره په تېرو څو ورځو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ پیغامونه تبادله شوي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ویلي، چې په اردن کې پر میشتو امریکايي پوځیانو د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ملېشو بریدونو ته د ځواب ویلو پرېکړه یې کړې ده، خو نور جزیات یې ورنه کړل.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې امریکا به د دې بریدونو ځواب "له یو ځل څخه زیات" ورکړي. خو کربي نور جزیات ورنه کړل.

په ورته وخت کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان حسین سلامي ویلي، د ایران پر وړاندې هېڅ ګواښ بې ځوابه نه پاتې کېږي.

سلامي د چهارشنبې په ورځ وویل: "کله ناکله دښمنان ګواښونه کوي او په دې ورځو کې هم موږ د امریکايي چارواکو د الفاظو له منځ څخه ځینې ګواښونه اورو، موږ هغوی ته وایو چې تاسو موږ ازمویلي یو او موږ یو بل پیژنو، موږ هیڅ ګواښ بې ځوابه نه پریږدو... د جګړې په لټه کې نه یو. خو موږ له جګړې نه ډارېږو."

د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له پیل وروسته چې شاوخوا څلور میاشتې یې کیږي، په منځني ختیځ په ځانګړې توګه په عراق او سوریه کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو بریدونه ډېر شوي، خو دا لومړی ځل دی چې امریکايي عسکر د ملېشو په بريدونو کې وژل شوي دي.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه د اکتوبر له نیمایي راهیسې لږ تر لږه ۱۶۵ ځله په نښه شوي چې په دې کې ۶۶ بریدونه په عراق، ۹۸ بریدونه په سوریه او یو برید په اردن کې شوی دی. د ایران له ملاتړ څخه برخمنو وسله والو ډلو د اکثرو دغو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

په ورته وخت کې د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د یمن حوثي یاغیانو چې د ایران ملاتړ ورسره دی، په سور سمندرګي کې پر امریکايي بېړیو بریدونو ته دوام ورکوي او په یوه تازه پېښه کې دغې ډلې د سه شنبې په ورځ په سړر سمندر کې په امریکایي بیړیو د توغندیو بریدونه وکړل چې هیڅ ډول ځاني یا مالي زیان یې نه دی اړولی.

د یمن حوثي یاغیانو د چهارشنبې په ورځ د دغو بریدونو د مسوولیت د منلو په ترڅ کې هغه «د یمن پر وړاندې د امریکا او بریتانیا د تیري» ځواب بللی دی.