د پولیو واکسین په تطبیق کې د صحي شوراګانو ونډه

افغانستان کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کېږي

د افغانستان د خوست په ولایت کې یو شمېر روغتیاپالان وايي چې په اطرافي سیمو کې د صحي شوراګانو په مرسته خلک هڅوي چې خپلو اولادونو ته د ګوزڼ واکسین کړي.

دوی وايي د قومي مخورو او دیني عالمانو ترڅنګ صحي شوراګانې هم د پولیو په مخنیوي کې رغنده رول لوبولی شي.

د خوست روغتیاپالانو هم هڅه کړې چې په کلیو کې د صحي شوراګانو له لارې د واکسین ښه تطبیق ته لار هواره کړي.

د موسی خېلو ولسوالۍ د روغتیایي کلینیک مسؤول، ډاکټر نورالله نوري، امریکاغږ ته وویل: "په دې برخه کې موږ له علما کرامو، قومي مشرانو او صحي شوراګانو سره مسلسلې اونیزې او میاشتنۍ ناستې لرو او پدې ارتباط دوه اړخیز مالومات شریک کیږي، نو د پروګرام د ښه والي پخاطر موږ همیشه هڅه کړې چې له ټولنې سره په تماس کې پاتې شو او د دوی له رغنده رول ګټه واخلو."

د دې کلینیک یو واکسیناتور دین محمد هم وویل: "موږ د کلي صحي شوراګانو سره خپلې غونډې کوو او دوی ته د واکسین په باره کې اړین توضیحات ورکوو ترڅو خلکو ته سپارښتنې وکړي چې خپل ماشومان کلینیک ته راوړي. د مخکې په پرتله اوس خلکو کې ډېر زیات تغییرات راغلي او خپل ماشومان واکسینوي."

د نوري په وینا د موسی خېلو په شمول د ټول خوست په سطحه د واکسیناسیون خدمات په ښه توګه روان دي او شرایط په بشپړه توګه دې ته آماده شوي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د پولیو واکسین ماشومانو ته تطبیق شي.

هغه وویل: "اوس پروګرامونه هم ښه روان دي، د پخوا په پرتله د ولسونو لیوالتیا زیاته شوی ځکه مخکې ناسم تبلیغات کیدل، امنیتي ستونزې وې، زموږ کارکوونکي ساحو ته نشول تللی او داسې نور ملاحظات، خو اوس دا خبرې له منځه تللي او شرایط سل په سلو کې آماده دي چې د واکسین په ګډون ټول روغتیایي خدمتونه خلکو ته وړاندې شي."

د روغتیاپالانو په باور پولیو یا ګوزڼ چې د ماشومانو ژوند هم په ځینو مواردو کې له خطر سره مخ کولی شي یوازینۍ درملنه یې هغوی ته د خولې له لارې د واکسین رسول دي ترڅو په دایمي معلولیت له اخته کیدو وژغورل شي.