په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد د کمپاین پیل

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د فبروري په ۲۶ (حوت درېیمه) په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاین پیل کړ.دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او د مقاماتو په وینا ۷.۶ میلیون له پنځو کلونو کم عمره ماشومان به په کې واکسین شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د فبروري په ۲۶ (حوت درېیمه) په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاین پیل کړ.

دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او د مقاماتو په وینا ۷.۶ میلیون له پنځو کلونو کم عمره ماشومان به په کې واکسین شي.

د دغه روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخیل وايي: " نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۲۶ نېټه د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو د واکسینو کمپاین پیل شو. دغه کمپاین به څلور ورځې دوام ولري او ۷.۶ میلیونه ماشومانو ته به د پولیو واکسین تطبیق شي."

ښاغلي امرخیل زیاته کړه چې نسبت مخکې ته د پولیو ناروغۍ پېښې راکمې شوي دي، او په دې وروستیو کې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د پولیو لابراتوار جوړول هغه څه وو چې د پولیو د ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره د زمونږ ژمنتیا ښایي.

دا چې تیر کال په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ ویروس انساني پېښې، محیطي سمپلونه او ګواښونه زیات و نو په ختیځ زون کې د واکسین کمپاین ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د کمپاین د پیل پر مهال رسنیو ته وویل چې په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې به ۱۳۵۰۰۰۰ ماشومان واکسین شي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "نن ورځ مو د پولیو واکسین افتتاح وکړه چې دوشنبې به شروع کېږي څلور ورځې به دوام لري او په کلیو او بانډو کې به د پنځو کلونو نه لاندې ماشومان ته واکسین کېږي. ننګرهار کې به ۹۰۰۰۰۰ ماشومان او په ټول مشرقي حوزې کې به ۱۳۵۰۰۰۰ ماشومان واکسین کېږي."

مولوي امین همدارنګه زیاتوي چې د کمپیان له پیل وړاندې یې د واکسین کولو په برخه کې د عامه ذهنیتونو په جوړولو د پام وړ کار کړی دی.

هغه وویل، اوس د پخوا په پرتله د منکرو کورنیو شمیر کم شوی دی او کمپاین به په ښه توګه پلی شي.

د هغه په وینا، علماو، ولسي مشرانو او د کورنیو سرپرستانو ته یې سپارښتنه کړې څو د ګوزڼ پر ضد مبارزه کې ورسره لاس یو کړي ترڅو هیڅ ماشوم له واکسین کولو پاتې نه شي.

ټاکل شوې ده چې ورته کمپاین به په نږدې راتلونکي کې د هغو ولایتونو ماشومانو ته هم ترسره شي چې د سړې هوا له امله واکسین شوي نه دي.