د قبایلي ښځو لپاره روزنیز ورکشاپ

Your browser doesn’t support HTML5

په پېښور کې د قبايلي سیمو یو شمېر مېرمنو ته پرځان د بسیاکېدو او د ښه روزګار د پرمخ وړلو په موخه يو روزنیز ورکشاپ جوړ شوی و.

د ورکشاپ د مسؤلینو په وینا، د روزنې اصلي موخه دا وه، ترڅو یادې میرمنې نه يوازې پرځان بسیا شي، بلکې د ترلاسه شوي مهارتونو له لارې د خپلو کورنیو او ټولنې په پرمختګ کې هم خپله ونډه ترسره کړي.