” ګل تباهي “د یوه معتاد په ژوند جوړ شوی فلم

Your browser doesn’t support HTML5

په بلخ کې یو سینماګر د نشه یي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي کچې د لوړولو په موخه د ”ګل تباهي“ په نوم یو فلم چې د یوه معتاد ژوند پکې رانغاړل شوی، جوړ کړی دی. ددې فلم جوړونکی محمد اغا خالقیار وايي:"دغه فلم یې ددې لپاره جوړ کړی،‌ چې ځوانان د نشه یي‌ توکو په زیانونو خبر کړي ترڅو په نشو اخته نه شي.

ددې فلم جوړونکی محمد اغا خالقیار دی. دی وايي، د ”ګل تباهي“ دغه فلم یې ددې لپاره جوړ کړی،‌ چې ځوانان د نشه یي‌ توکو په زیانونو خبر کړي ترڅو په نشو اخته نه شي.

خالقیار امریکا غږ ته وویل: " دغه فلم ما په دې خاطر جوړ کړ،‌ چې زه به اکثره په بازار کې ګرځېدم، ځوانان به مې لیدل چې په ډېر بد وضعیت کې به و.‌ نو بلاخره زه مجبور شوم چې ددوی لپاره یو مستند فلم جوړ کړم. ترڅو زموږ ځوانان په اینده کې نور په نشو باندې روږدي‌ نه شي‌. زما یو خاص هدف دغه و. "

خالقیار وايي دغه فلم یې د۱۵۰زره افغانیو په‌ لګښت د شپږ میاشتو په تر‌څ کې جوړ کړی دی.

د نوموړي په وینا، هنري کارونه ځوانانو ته په عامه پوهاوي او د هغوی په فکري جوړښت کې مثبت رول لوبوي. دی وايي‌ فلم یې د ځوانانو له خوا ښه بدرګه شو.

دغه فنکار وايي‌ که مالي ملاتړ یې وشي،‌ په راتلونکې کې به د نشه يي‌ توکو د زیانونو اوعامه پوهاوي‌ په اړه نور هنري‌ کارونه هم وکړي.