په بلخ کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین پیل

Your browser doesn’t support HTML5

د بلخ ولایت د نشه يي‌ توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي‌، د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین په ترڅ‌ کې یې د دغه ولایت په بلخ،‌ چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې په ۶۰ جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار له منځه وړي‌ او په دې تړاو یې ۴۰ تنه کروندګر هم نیولي‌ دي.

د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي‌ وايي‌،‌ د خپل مشر ملا هیبت الله اخندزاده فرمان ته ژمن دي او د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین به روان ساتي. له بلې خوا کروندګر وايي‌ د اقتصادي‌ وضعیت خرابوالي‌ له امله په کورونو او باغونو کې په پټه کوکنارو کرلي‌ دي.

د بلخ ولایت د نشه یي‌ توکو پر وړاندې دمبارزې مدیریت یو تن چارواکی جمعه خان وایي،‌ په دغه ولایت کې یې د کوکنارو د له منځه وړلو په موخه کمپاین پیل کړی دی. ددغه چارواکي په وینا په یاد کمپاین کې یې د بلخ، چمتال او چهاربولک په ولسوالیو کې ۶۰ جریبه کوکنار، چې د کروندګرو له خوا په کورونو او باغونو کې په پټه کرل شوي‌ وو؛‌ کشف او له منځه وړي‌ دی.

جمعه خان امریکا غږ ته وویل:"د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره مونږ خپل کمپاینونه او کمېټې جوړې کړي دي. په درې ولسوالیو کې مونږه دغه کمپاینونه تطبیق کړل،‌ چې په نتیجه کې ۶۰ جریبه ځمکه چې په پټه او غلا یې په کلاګانو او شخصي‌ کورونو کې یې کرلي‌ و. زموږ د کمپاین په طریق کشف او له منځه وړل شوي‌ دي. "

د جمعه خان په وینا په دې تړاو۴۰ هغه کروندګر نیولي شوي‌ دي، چې د نشه يي‌ توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د خبرداري‌ سربېره یې کوکنار کرلي‌ وو.

هغه وویل: "هغه کسانو ته چې مونږ دوی د ولسوالیو امنیې قوماندانۍ،‌ د قریه دارانو او مخورو سپین ږیرو په طریقه مونږ دغه اطلاع ورسولې وه. آما چا چې تمرد ددغه فرمان نه کړی و، مونږ دغه ۴۰ څلوېښت تنه راوستل او محاکمو ته مو تسلیم کړي‌ دي. "

له بلې خوا د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ هغه کروندګرو چې سږ کال یې د کوکنارو پر ځاي‌ نورو کښتونو ته مخه کړې ده؛‌ وايي‌ د طالبانو حکومت دې له دوی سره د پروسس شوو تخمونو،‌ کیمیاوي‌ سرو او د کوکنارو بدیل معیشیت مرسته وکړي.

د بلخ ولایت د بوکې سیمې کروندګر میراجان وايي‌ په تېرو کالونو کې یې کوکنار کرل،‌ خو سږ کال یې د کوکنارو پر ځای پياز او غنم کرلي‌ دي. دغه کروندګر وايي‌ چې اوس دوی د اوبو له کموالي‌ سره مخ دي‌ او دولت دې ورسره د بدیلو کښتونو او تخمونو مرستې وکړي.

د بوکې سیمې یو تن بل کروندګر سردارولي وايي، د کوکنارو په کر له بندیز سربېره ځینو کروندګرو کوکنارو کرلي‌ چې د دولت له خوا تخریب شول. هغه وايي‌‌ دولت دې کروندګرو ته بدیل کښتونه ورکړي ترڅو د کوکنارو کرل څه لاس واخلي.

هغه وویل: "اوس چې امارت شوی تاریاک بند دي. کوم چا چې پټ پټ په کورونو کې کرلي وو. امارت راغی هغه یې واړول او څو کسان یې دستګیر کړل. دولت باید نور کښتونه ورته برابر وکړي‌، چې ویې کري او تریاک باید ونه کړي. "

د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر له بندیز وروسته ځیني‌ کروندګرو په خپلو کورونو کې په پټه د کوکنارو کرلو ته مخه کړې ده. کروندګر وايي‌ د اقتصادي‌ وضعیت له امله مجبور شوي چې کوکنار وکري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت کروندګرو ته په یو جریب کوکنارو په کرلو باندې د یو کال بند خبرداری ورکړی دی.