په بلخ کې د ترکي شفتالو ترویج

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو په کر کېلې له بندیز وروسته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو د میوو باغونو جوړولو ته مخه کړې ده. د ځینو کروندګرو په وينا، پدغه ولسوالۍ کې د ترکي شفتالو د باغونو جوړولو سره د خلکو لیوالیتا ورځ تر بلې زیاته شوې ده.

ددې ولسوالۍ یو تن کروندګر محمد حسن وايي، چې اوس یې په خپلې ځمکې کې ترکي شفتالان کرلي‌ دي. د هغه په خبره دغه شفتالو په جریب باندې تر ۱۰۰زره افغانیو حاصل ورکوي او هم ترې د کوکنارو په اندازه ګټه ترلاسه کولای شي.

محمد حسن وايي د کوکنارو په کر کېلې له بندیز مخکې به یې هر کال کوکنار کرل. د هغه په وینا که څه هم کوکنار حرام کښت دی،‌ خو ګټه یې زیاته وه، نو ځکه به یې کرل.

دغه کروندګر وايي له کله چې د کوکنارو په کر کېلې بندیز ولګېد، د باغونو جوړولو ته یې مخه کړه.

هغه وايي: "مخکې کالونو کې به مونږ دلته تریاک کرل. کله به رانه حکومت ووهل، کله به پاتې شو. که حکومت به و نه وهل، ښه ګټه به یې کوله. حرام بوټی و، خو مونږ ویل دغه کې پيسه ډېره ده، نو ځکه به مو کرل. دا اوسني‌ حکومت چې اعلان وکړ چې باید تریاک تاسې و نه کرئ، نو مونږ بیا تصمیم ونیو چې دغه دوه جریبه ځمکه مو باغ کړ. "

محمد حسن وايي دوه کاله مخکې یې په خپلې دوه جریبه ځمکه کې تُرکي شفتالوان کرلي دي. دی وايي دغه شفتالو خواږه دي‌ او هم په ښه بیه خرڅېږي.

هغه وویل: "دا مونږ شفتالو باغ کرلی دی. دا ښه شفتالو دي. ښه شفتالو ورکئ، ترکي شفتالو دي. "

د کوکنارو په کر له بندیز وروسته یو شمېر کروندګرو د باغونو کرلو ته مخه کړې ده. دغه کروندګر وايي له باغونو ښه ګټه لاسته راوړلی شي‌ او هم لږو اوبو ته ضرورت لري.