د افغان ماشومانو لپاره د کډوالو په کمپ کې د کمپیوټر کورسونه

Your browser doesn’t support HTML5

د کوهاټ په 'ګهمکول' کمپ کې د افغان ماشومانو لپاره د کمپيوټر یو مرکز جوړ شوی چې پکې کډوالو ماشومانو ته کمپیوټر او انګلیسي ژبې تر څنګ یو شمېر هنرونه ښودل کیږي.

په دې مرکز کې داسې زده کوونکي هم شته چې غواړي د کمپیوټر له زده کړې وروسته د آنلاین سوداګرۍ پر مټ نه یواځې ځانته کاري فرصتونه برابر کړي، بلکې له دې لارې د خپلو کورنيو لپاره د نفقې ګټلو زمینه هم مساعده کړي.