د امید بانډ؛ د دریو افغان کډوالو وروڼو د موسیقي ډله

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر موسیقۍ د بندیز له امله زیات شمیر افغان هنرمندان پاکستان او د نړۍ نورو هیوادونو ته کډه شوي دي. په مهاجرت کې د افغاني موسیقۍ د ودې په هدف دریو افغان وروڼو د امید بانډ په نامه د موسیقۍ یوه ډله جوړه کړې چې د ټولنیزو رسنیو له لارې مینه والو ته خپل هنر وړاندې کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر موسیقۍ د بندیز له امله زیات شمیر افغان هنرمندان پاکستان او د نړۍ نورو هیوادونو ته کډه شوي دي. ددې هنرمندانو له ډلې څخه درېو افغان وروڼو په مهاجرت کې د افغاني موسیقۍ د ودې په هدف د موسیقۍ یو بانډ جوړ کړی دی. دغه ډله چې د امید بانډ په نوم مشهور دي د ټولنیزو رسنیو له لارې په ټوله نړۍ کې د موسیقۍ مینه والو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د خوښیو لپاره د افغاني موسیقۍ په یو البم کار کوي. د امریکا غږ خبریال شاهین افریدي د دغو دریو وروڼو د فعالیتونو په اړه ویډیويي راپور چمتو کړی دی.