د پیښور د ناصر باغ د کرکټ اکاډمۍ او د راتلونکې لپاره د لوبغاړو لوړې هیلې

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور په ناصر باغ سړک کې د کرکټ اکاډمي ته هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال د کرکټ د روزنې لپاره ورځي. د دغې اکاډمۍ د روزونکي په خبره، اوسمهال په دغه اکاډمۍ کې څه باندې ۱۰۰تنه افغان کډوال د کرکټ په روزنې بوخت دي.‌

د نوموړي په خبره، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځینو مشهورو لوبغاړو هم په دغې اکاډمۍ کې زده کړه کړې ده.‌ پدغه ویډیو کې چې شاهین افریدي رالیږلې، په کې دغه اکاډمۍ او د یو شمېر لوبغاړو حال انځور شوي