د لنډي کوتل بازار مشهور لوبیا پلورونکی

Your browser doesn’t support HTML5

د لنډي کوتل تاریخي بازار د خوندور او بیلابیلو خواړو لپاره مشهور دی. پدغه بازار کې بیا د ګل سلام ۸۰ کلنه زړه هټۍ چېري‌ هغه پکې لوبیا پلوري، ډېر نوم لري. د نوموړي په خبره، دده هټۍ ته نه یوازې د خیبر پښتونخوا د لرې پرتو سېمو څخه خلک د لوبیا د خوړلو لپاره ورځي، بلکې په بهر کې هم مینه وال لري.‌

پدغه ویډیو کې چې شاهین افریدي رالیږلې، په کې دغه هټۍ انځور شوی دی.