بنګله دیشی توپ اچوونکی تنظیم د نیپال د کپتان سره د 'لاس اچولو' له کبله جریمه شو

بالر تنظیم حسن ثاقب د نورو بنګله دیشي لوبغاړو په منځ کې

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د چهارشبنې په ورځ جون ۱۹ (غبرګولي ۳۰) وویل چې د بنګله دیش تیز بالر تنظیم حسن ثاقب د کرکټ نړیوال ۲۰ اوریز جام په یوه لوبه کې د نیپال د کپتان روهیت پاودل سره د "لاس اچولو" له کبله جریمه شوی دی.

پېښه په ویسټ انډیز کې د جام د ډي ګروپ په هغه لوبه کې رامنځته شوې چې بنګله دېش په ۲۱ منډو وګټله او د اتو غوره ټیمونو پړاو ته ووت.

د ای سي سي په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تنظیم د خپل دریم اوور له یو بال کولو وروسته په قهر د پاودل په لور ورغی او داسې ښکارېدله چې له هغه سره "لاس واچوي."

د هغه جریمه د میچ د فیس ۱۵ سلنه ټاکل شوې ده. تنظیم په خپل جرم اعتراف کړی او ټاکل شوې جریمه یې منلې ده.

پاودل دا پېښه بابیزه ګڼلې ده.

هغه وویل: "زموږ ترمنځ هیڅ هم نشته. هغه راغی او ماته یې وویل ووهه. ما ورته وویل ځه بال وکړه. نور څه ندي شوي."

تنظیم په دغه لوبه کې یوازې اووه منډې ورکړې او د نیپال څلور لوبغاړي یې وسوځول چې له کبله یې بنګله دېش وکولای شول نیپال ته ماتې ورکړي.

له دغه بري سره بنګله دېش د کرکټ نړیوال ۲۰ اوریز جام د اتو غوره لوبډلو (سوپر۸) پړاو ته ووت.

د سوپر۸ پړاو لوبې نن پیل کیږي. لومړۍ لوبه د امریکا او جنوبي افریقا ترمنځ ده.

افغانستان سبا له هند سره لوبه لري.