پيښور کې د کانکور په تمه له دولسم ټولګي فارغې افغانې نجونې

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي وتړل شول او نيږدې درې کاله کیږي چې پوهنتونونو ته یې د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی. د دولسم ټولګي څخه فارغې شوې د کانکور په تمه افغان ځوانې نجونې په پېښور کې لاسي هنرونه زده کوي۔ شاهين افريدي- امريکا غږ