د یوې پولیو وهلې ماشومې کورنۍ د ژوند ډک کړاوونه

Your browser doesn’t support HTML5

د بغلان ولایت د پلخمري اوسیدونکې زهره چې لس کاله عمر لري په ماشومتوب کې په پولیو اخته شوې، اوس له دې نیمګړي ځان څخه ډېره ستړې ده او کورنۍ یې هم ورسره ډېر تکلیف تېروي.

د یوې پولیو وهلې ماشومې کورنۍ د ژوند ډک کړاوونه

د بغلان ولایت د پلخمري اوسیدونکې زهره چې لس کاله عمر لري په ماشومتوب کې په پولیو اخته شوې، اوس له دې نیمګړي ځان څخه ډېره ستړې ده او کورنۍ یې هم ورسره ډېر تکلیف تېروي.

د زهره پلار عبدالنظر وايي، لور يې د ګوزڼ په ناروغۍ له دې امله اخته شوې چې په کور کلي کې يې جګړې وې او هلته د ګوزڼ ضد واکسين په سمه نه تطبیق کیدل.

د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینونه هغه مهم عوامل دي چې د ملیونونو ماشومانو ژوند ژغوري، ترڅو دوی د زهره په څېر د ژوند له کړاوونو سره مخ نشي.

زهره د بغلان ولایت په یوه داسې سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې چې کلونه کلونه یې په کلي کې جګړه ګرمه وه او د پولیو واکسین او نور روغتیايي خدمات یې کلي ته نه وو رسیدلي. له بده مرغه زهره هم په ماشومتوب کې د پولیو له واکسینه بې برخې او د دې لاعلاجه ناروغۍ ښکار شوه.

د زهره د ناروغۍ لس کاله کیږي او د بدن د نورو غړو تر څنګ یې د هغې ژبه هم له خبرو پریښې ده، چې د ژوند د ستړو کیسه یې پلار، عبدالنظر له امریکا غږ سره دا ډول کوي: "په کور کلي کې جګړې وې او د اوس په څېر واکسیناتوران تر هرې دروازې نه راتلل، زهره مو نه وه واکسین کړې، نو ځکه په دې بدبختې ناروغۍ اخته شوه. اوس نو هم د دې ژوند نیمګړی دی او هم مونږ ورسره ډیر ستړي یو."

نوموړي زیاته کړه: "کله چې اوس دلته واکسین راځي، خلک یې خپلو ماشومانو ته ورکوي، خو زما لور لس کلنه ده، او هغې ته واکسین نه ورکوي. زما غوښتنه له خلکو دا ده چې دا واکسین ډېر اړین دی او ماشومان باید په هېڅ صورت له دې څخه بې برخې پاتې نه شي، کنه د زهره په څېر به په رنځ باسي او نورو ته به اړ وي."

زهره که پر خپلو نیم ژواندو لاسونو د اختر نکریزې ایښي دي او دا ښکلې نقشونه یې پرې جوړ کړي، خو له خوښیو هسې خوند نه شي اخستلی لکه نور ماشومان یې چې ترې اخلي.

عبدالنظر وايي، کورنۍ دې د خپلو ماشومانو د واکسين کولو په برخه کې زياته پاملرنه وکړي، څو ماشومان يې سالم وي.

هغه زیاته کړه، پخوا به د جګړو له امله ګڼ شمېر ماشومان له واکسین پاتې کیدل، واکسیناتوران به ساحو ته نه تلل، د ماشومانو معافیت کمزوری و او پر ګوزن به اخته کیدل، خو اوس هر کور ته واکسیناتوران راځي او مونږ ورسره همکاري کوو تر څو ټول ماشومان واکسین شي.

نوموړي وویل: "مخکې هم واکسین و، خو د جګړو له کبله د دروازې شاته نه راتلل، ځینې وختونه به مو خپله ماشومان ښار او بازار ته وړل، اوس د دې دوه کلونو راهیسې چې امارت راغلی، واکسین د دروازې تر شا راوړل کیږي او واکسین کوو."

که څه هم زهره لس کاله مخکې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې وه، خو دا ویروس په افغانستان کې له منځه نه دی تللی او چټکې مبارزې او د کورنیو همکارۍ ته اړتیا ده.