بریښنايي موټرسایکلونو ته د خلکو لیوالتیا

Your browser doesn’t support HTML5

د چاپیریال ساتنې په اړه د خلکو د پوهاوي په زیاتوالي سره په پاکستان کې د بريښنايي موټرسایکلونو پیر پلور هم زیات شوی دی. د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې ددغو بريښنايي موټرسایکلونو پیرودنکي وايي چې د دې سره نه یوازې په لګښتونو کې سپما کوي، بلکې د چاپیریال په پاک ساتلو کې هم مرسته کوي.