سږ کال د بینډیو حاصلاتو څخه خوښ یوو – د بلخ ګروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

د بلخ ولایت د بلخ په ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو، چې د ژمي په موسم کې د پلاستیکونو لاندې بنیډۍ کرلې وې،‌ وايي که څه هم سږ کال د بینډیو حاصلات یو څه کم شوي دي، خو په بازار کې د بینډیو بیې لوړې دي او دوی له خپلو کروندو ښه ګټه ترلاسه کړې ده.

ددغه ولسوالۍ د 'ده قاضي کلي' یو تن کروندګر عبدالخلیل چې په اووه جریبه ځمکه کې یې بینډۍ کرلې وې وايي، چې د بینډیو له پخېدو راهېسې یې شپاړس ځلې حاصلات راټول کړي‌ او دا چې په بازار کې بیې ښې دي، سږ کال یې خپل مصارف پوره کړي او ښه ګټه یې ترې لاسته راوړې ده.

دی زیاتوي چې له خپلې کروندې تر راتلونکي درې میاشتو پورې نور حاصلات هم اخیستلی شي، چې ټول به ورته په ګټه کې پاتې شي.

که څه هم سږ کال د بینډیو بیې ښې دي، خو د سبزیو د حاصلاتو په زیاتېدو سره کروندګر شکایت کوي، چې ددوی حاصلاتو د ساتلو لپاره سړې خونې نشته او له همدې امله یې‌ ډېرې وختونه حاصلات خرابیږي.