په کډوالۍ کې د انځورګرۍ زده کړه

Your browser doesn’t support HTML5

د پلازمېنې اسلام اباد په یو روزنیز مرکز کې یو شمېر تازه راغلیو افغان کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو اسانتیاوی برابر شوي دي.

راحله حسن چې له تیر یو کال راهیسې په اسلام اباد کې ژوند کوي، په دغه روزنیز مرکز کې انځورګرۍ زده کوي.‌ نوموړې وايي، چې د ځوانانو لپاره دا یو ښه فرصت دی چې په کډوالۍ کې راز راز مهارتونه زده کړي. پدغه ویډیو کې چې شاهین افریدي رالیږلې، په کې د دغه روزنیز مرکز او د زده کوونکو فعالیتونه انځور شوی دی.