د پېښور پوهنتون د نباتاتو او حیواناتو موزیم

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور پوهنتون د حیواناتو، نباتاتو او ځنګلي څارویو یو ځانګړی موزیم جوړ کړی، چیرې چې څیړونکي نه یوازې د دې ژویو او نباتاتو په اړه، بلکې د اقلیمي بدلونونو په اړه هم څیړنې کولای شي.

د مسؤلینو په وینا، دا په پاکستان کې په خپل ډول کې لومړی او یوازینی موزیم دی، چې په کې د نادره ژویو، لرګیو او ځنګلي بوټو ماډلونه ایښودل شوي دي.