د امریکا د ټاکنیزو کمپاینونو لګښتونه

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکاد متحدو ایالتونو ټاکنې د نړۍ له خورا ګرانو ټاکنو څخه دي، چې د ټاکنیزو کمپاینونو لګښت یې د ډیرو هیوادونو په پرتله لوړ دی. په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د ولسمشرۍ او کانګرس د ټاکنو لګښت ۱۶.۴ میلیارد ډالر و او د چارو شنونکي‌ په دې اند دي چې د روان ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لګښت ښايي تر دې هم لوړ وي.