د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د یو فرمان په صادرولو سره په پام کې لري ۳۰زره کډوال چې په ناقانونه توګه متحدو ایالتونو ته داخل شوي او جرمي دوسیې لري، د ګوانتنامو په خلیج کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوې اډې ته ولیږي.
ډونالډ ټرمپ د خپل جمهوري ریاست په دویم دور کې په لومړي ځل د متحدو ایالتونو په کانګرس کې وینا کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یو اجرائیوي فرمان په لاسلیکولو سره، چې په امریکا کې له زېږېدو سره سم ماشومانو ته د تابعیت ورکولو مخه نیسي، یو ځل بیا تاوده بحثونه راپارولي دي. د دې فرمان موخه دا ده چې په امريکا کې له زېږېدو سره سم ماشومانو ته په اتومات ډول د تابعيت ورکړه بنده کړي. .
سپینې ماڼۍ ته له تلو وروسته د ولسمشر ټرمپ د لومړنیو اقداماتو څخه یو د ولسمشر په دفتر کې د امریکا د اووم ولسمشر اندریو جکسن د انځور بیرته نصبول و؛ دا تابلو د بایډن په ولسمشرۍ کې لرې شوې وه. دا اقدام یوازې تزیني نه بلکې جکسن ته د هغه مینه او د هغه کړنو او ارزښتونو ته د هغه لیوالتیا څرګندوي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خپله کابینه جوړه کړې ده. د کابینې ځینې غړي د کانګرس د سنا مجلس لخوا تائید شوي، خو یو شمېر نور لا هم د تائید په تمه دي.
اکثره امریکايي رایه ورکوونکو د تېر کال د نومبر میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا د اقتصادي ودې او پرمختګ په هیله یو ځل بیا ډونالډ ترمپ ته رایه ورکړه. خو ولسمشر ترمپ د خپلې لومړنۍ دورې په پرتله، اوس وخت له یو نوي او پیچلي اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی.
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسشمر، ډونالډ ټرمپ د ۷ لسیزو ژوند ځینې عکسونه په دغه ټولګه کې کتلی شئ.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د ۲۰۲۰ کال په ولشمریزو ټاکنو کې یې ماتې خوړلې وه او د بریا امکان یې ډېر لږ اټکل کېده، د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یوه بیسارې بریا ترلاسه کړه. خو ټرمپ یوازینی سیاستوال نه دی چې په دوو جلا دورو کې واک ته رسېدلی دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په حکومت کې، چې د روان کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه کار پیلوي، د دولت د لګښتونو د کمولو پروګرام به عملي کړي. په متحدو ایالتونو کې په حکومتي ادارو کې د اغیزمنتیا د زیاتولو او لګښتونو د کمولو هڅې د دې هېواد له جوړېدو راهیسې مطرح دي.
ډونالډ ټرمپ د روان کال د نومبر په پنځمه د امریکا د ولسمشر په توګه د دویمې دورې لپاره وټاکل شو او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه ددغه مقام چارې په غاړه واخلي. د متحده ایالاتو د لومړني ولسمشر جورج واشنګټن څخه نیولې د ټرمپ تر نوې دورې پورې کومو ولسمشرانو دا دنده ترسره کړې.
ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د نومبر په پنځمه نېټه د امریکا جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې، خو د بري له اعلان نژدې ۱۱ اونۍ وروسته کار پيلوي. دی به د متحدو ایالتونو ۴۶م ولسمشر وي. #SCAe24
ایا تاسو کله هم فکر کړی چې ولې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې تل د سه شنبې په ورځ کیږي. دا دود د شاوخوا ۲۰۰ کالو راهیسې روان دی کله چې متحده ایالاتو د اوسنۍ زمانې په پرتله خورا بل ډول بریښیدل. #SCAE24
نور پورته کول