حکومت دې زموږ حاصلاتو ته مارکېټ پیدا کړي -د کابل کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

پنځوس کلن کروندګر احمد ولي چې له کوچنيوالي بزګر دی،‌ وایي پخپل پلرني کسب ویاړي، ځکه له دې لارې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه ګټي. نوموړی چې په خپله کرونده کې شوتل کرلې دي وایي، شوتلې نه یوازې په بازار کې په ښه بیه خرڅیږي،‌ بلکې په خبره یې کلیوال یې هم د خپلو څارویو لپاره ورڅخه په ښه بیه پیري.

هغه وویل، اوسمهال یې په پټي کې شوتلې کرلي دي او بیا وروسته به غنم، رومیان او جوار کري. د کابل ولایت دغه بزګر له حکومت څخه غواړي چې د افغان کروندګرو حاصلاتو ته د سیمې او د هیواد په کچه مناسب مارکیټ پیدا کړي، ځکه د هغه په خبره، ډېرې افغان کروندګر نه یوازې د حاصلاتو په موسم کې د مارکیټ له ستونزې سره مخ وي،‌ بلکې خراب مارکیټ له امله یې حاصلات حتا خپل لګښت هم نشی پوره کولی.