د غاليو اوبدلو له لارې د ژوند د اړتیاو د پوره کولو هڅه

Your browser doesn’t support HTML5

په پېښور کې د افغان کډوالو په کمپونو کې یو شمېر مېرمنې د خپلو کورنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره ټوله ورځ د غالۍ په اوبدلو تېروي، چې بیا دغه اوبدل شوي غالۍ یې په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کېږي. دغه مېرمنې وايي، چې نړیوال بازار ته د نه لاسرسي له امله د لږ عايد په بدل کې زیات کارکولو ته اړې دي.