افغان هنرمند چې په کډوالۍ کې منتو پلوري

Your browser doesn’t support HTML5

په ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه، د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، طالبانو په موسیقۍ بشپړ بندیز ولګاوه. دې بندیز سلګونه افغان هنرمندان اړ کړل چې ګاونډي هیواد پاکستان ته کډه شي او هلته په بېلابېلو سیمو کې مېشت شي.

حمید قاسمي، یو له دغو هنرمندانو څخه دی، چې په کډوالۍ کې د کور لګښتونو د پوره کولو لپاره منتو پلوري او له موسیقۍ سره یې مخه ښه کړې ده. په ورته وخت کې، ګڼ شمېر نور هنرمندان هم د اقتصادي ستونزو او محدودیتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي.