په افغانستان او پاکستان کې د کرنې په برخه کې د تخنیکي نوښت له لارې اقتصادي پراختیا

Your browser doesn’t support HTML5

د باچا خان پوهنتون لخوا په افغانستان او پاکستان کې د عصري کرنې له لارې د اقتصادي ثبات او د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د موثرو تګلارو جوړولو په اړه درې ورځنی نړیوال کنفرانس رابلل شوی.

په دې کنفرانس کې د کرنې په برخه کې نړيوالو کارپوهان د اقليمي بدلون، زياتيدونکي نفوس او ترهګرۍ له امله پر کرنیزو محصولاتو باندې بد اغيزې او د هغو د مخنيوي لارې چارې وڅېړلې.