د معلولینو لپاره ځانګړي دستکشې

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور اوسېدونکی ډاکټر محبوب الرحمن د ساینسي تجربو پر بنسټ داسې دستکشې جوړې کړې چې په فلج اخته کسانو لاسونه پرې حرکت کولی شي او د کار وړ ګرځي. ویل کیږي چې د ډاکټر محبوب الرحمن له دې اختراع څخه اوسمهال په افغانستان او پاکستان کې لسګونه معلولین ګټه پورته کوي.