د مور د شيدو ورکولو مياشت او په پاکستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ستونزه

Your browser doesn’t support HTML5

په ټوله نړۍ کې د اګست مياشت د مور د شیدو ورکولو په نوم لمانځل کیږي او پدې اړه د پوهاوي غونډې جوړیږي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا، هغه ماشومان چې د مور شیدې نه څښي، د خوارځواکۍ سربیره په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق 'یونیسف' د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې په هرو سلو ماشومانو کې ۴۰ ماشومان له ذهني او جسمي کمزورۍ او ۱۵ ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي.