د پښتو پخوانۍ موسیقۍ د ۴زره سندرو آرشیف

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتو موسيقۍ مينه وال اسلم خان د خپل کور په کتابتون کې د نادره موسیقۍ نږدې څلورزره کیسټونو او ډیسکونه ساتلې دي.

د هغه په وينا، د ګوهر جان سندره، چې په کلکته کې د پښتو لومړنۍ موسيقۍ ثبت شوې، هم په دغه ارشیف کې شته. د اسلم خان په کتابتون کې د پښتو تر څنګ د دري، اردو، انګلیسي، جرمني او فرانسوي ژبو زړې سندرې هم شتون لري.