د کندز یو شمېر ځوانان: ورزش مو له نشه يي توکو لرې ساتي

Your browser doesn’t support HTML5

د کندز ولایت د چهاردرې په ولسوالۍ کې په یو سیمه ییز لوبغالي کې په کرکټ بوخت ځوانان وايي، چې ورزش کول دوی له نشه يي توکو راګرځوي. ددغه ولسوالۍ د چنارګل بازار په لوبغالي کې بوخت ځوانان وايي، چې کرکټ او نور ورزشي فعالیتونه له ځوانانو سره د نشه يي توکو د استعمال په مخنیوي کې مرسته کړې ده.

یو شمېر ځوانان چې په همدې لوبغالي کې کرکټ کوي، وايي: "ورزش کول سالمه بوختیا ده او له دوی سره مرسته کوي چې له نشه يي توکو را وګرځي." دوی له حکومتي مسؤلینو غوښتنه کوي، چې په کندز کې ورزشي سهولتونو ته پراختیا ورکړي، ترڅو ځوانان د نشه يي توکو پر ځای په سالمو اومثبتو فعالیتونو کې برخه واخلي.