په پېښور کې د افغان کډوالو لپاره د زده کړو د اسانتیاو برابرول

Your browser doesn’t support HTML5

په پېښور کې یو روزنیز مرکز نوي افغان کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې زده کړې وړاندې کوي. ددغه مرکز مسؤلین وایي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو وروسته، ډېری افغان نجونې له زده کړو بې برخې شوې او یو زیات شمېر یې ګاونډي پاکستان هېواد ته کډه شوي دي.

دغه مرکز هغو افغان ځوانانو ته چې د قانوني اسنادو نشتوالي له امله په کډوالۍ کې له زده کړو بې برخې دي، د کمپیوټر، انګلیسي ژبې او نورو برخو کې د زده کړو اسانتیاوې برابروي.