د کندز کروندګر: سږ کال د پنبې کښتونه د نباتي مرضونو له امله زیانمن شوي دي

Your browser doesn’t support HTML5

د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ ځینې کروندګر وايي چې سږ کال د پنبې حاصلات د تېرو کالونو په پرتله کم شوي دي. ددغه ولسوالۍ د چاري اباد کلي کروندګر داود منګل، چې په ۲۵۰ جریبه ځمکه یې پنبه کرلې وه، وايي چې د مرضونو له امله یې حاصلات کم شوي او له تاوان سره مخ دي.

هغه زیاتوي چې د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره یې نباتي درمل وشیندل، خو د بازار درمل بې کیفیته وو او هیڅ ګټه یې ونه کړه.

یو شمېره نورو کروندګرو هم ددې خبرې پخلی کړی، چې سږ کال یې د پنبې د حاصلاتو کچه ټېټه وه او له دې امله یې هیڅ ګټه نه ده کړې. هغوی غوښتنه کوي چې حکومت باید د نباتي مرضونو لپاره باکیفیته درمل وارد کړي او د مرضونو علتونه وپېژني، تر څو په راتلونکو کلونو کې مخکې له مخکې ددغه راز نباتي مرضونو لپاره تدابیر ونیول شي.