په کندز کې د سبزیو کروندګر له خپلو حاصلاتو خوښ دي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندز کې ځینې کروندګر وايي چې سږ کال د سبزیو حاصلات د نورو کښتونو لکه غله جاتو او میوو په پرتله ښه وو. د ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، محمد یعقوب، چې په لس جریبه ځمکه یې بېلابېل ډول سبزي کرلي دي، وايي چې د سبزیو حاصلات له نورو کښتونو زیات دي او د تېرو څلورو میاشتو راهیسې یې حاصلات اخلي.

نوموړی وايي چې سږ کال یې د کرنې لګښتونه پوره کړي او یو څه ګټه هم کړې ده، خو یادونه کوي چې د سبزیو بیې ټاکلې نه دي او ناڅاپي لوړ او ټیټ کېږي. دی زیاتوي که معیاري سړو خونو او منظم مارکیټونه جوړ شي، د سبزیو بیې به هر وخت یو ډول پاتې شي.

که څه هم په کندز کې کروندګر د سبزیو ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو او منظم مارکیټونو نه شتون څخه شکایت لري، خو بیا هم دوی وايي چې سبزي له نورو کښتونو ښه ګټه ورکوي، ځکه چې تر څلور یا پنځه میاشتو پورې حاصل ورکوي.